باغی ټي وي رپورټ
په اوکاړه ښار کې دپوليسو په يوه نښته کې له څلورو غلو څخه دوه تنه ووژل شول او دوه تنه غله په تيښته بريالي شول .
دپوليسو ترمخه د اوکاړه ښار کوټ باړې ته نزدې په ٢٨ تول ښارګوټي کې څلور غله په چاؤدنه بوخت وو چې پوليس ورته رسيدلي دي.
پوليس وايي، چې غلو د پوليسو له ليدلو سره سم ډزې پيل کړې، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه غله وژل شوي او دوه په تېښته بريالي شوي دي.
د پولیسو په وینا د وژل شویو غلو هویت تر اوسه نه دی څرګند او ددوی جسدونه یې روغتون ته لیږلي دي.
…………………….










Leave a Reply