لاهور کې مل مالکانو د اوړو بیې لوړې کړې، ارزانه اوړه د نرخونو له لوړېدو وروسته له بازاره ورک شوي دي

0
102

باغي ټي وي رپورټ
لاهور کې مل مالکانو د اوړو بیې لوړې کړې، ارزانه اوړه د نرخونو له لوړېدو وروسته له بازاره ورک شوي دي.

د کارخانې مالکانو د اوړو بيه پنځه روپۍ لوړه کړې چې له دې وروسته به اوړه د ۱۲۰ روپو پر ځای ۱۲۵ روپۍ پلورل کېږي.

د مل مالکانو د اتحاديې سيکرټري لياقت علي خان وايي چې د اوړو اوسنۍ بيه د ملک په تاريخ کې تر ټولو لوړه ده، په ازاد بازار کې غنم په څلور زره روپۍ راځي، که غنم ارزانه وي نو اوړه به ارزانه وي.
بل خوا په ازاد بازار کې هم هېوادوالو ته ارزانه اوړه نه رسېږي، د سرچينې په وينا، په بازار کې د اوړو شل کيلو بورۍ ورکه شوې ده

Leave a reply