باغی ټي وي رپورټ
شمالي وزيرستان کښي پاکستاني سکيورټي فورسز امنیتي ادارو ته مطلوب ترهه ګر کمانډر محمد نور عرف سرکئ وژلي دې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، د شمالي وزیرستان په شیوا سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ نښته شوې، چې په پایله کې یې د ترهګرو قوماندان محمد نور عرف سرکۍ وژل شوی، وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي. له ترهګرو څخه هم صادر شوی.
د آئي ايس پي آر ترمخه وژل شوي ترهګر د سکيورټي فورسز خلاف د ترهه ګرۍ په شمول نورو پيښو کښې ککړ وو۔
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په شمالي وزيرستان کښې د سکيورټي فورسز او ترهګرو ترمينځه ډزو کښې يو ترهګر اووژل.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د شمالي وزیرستان په شیوا سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ نښته وشوه، آئي ايس پي آر وئيلي وو چي د ډزو په تبادله کښي يو ترهګر وژل شوی او د وژل شوي ترهګر نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شول
آئي ايس پي آر دا هم ویلي وو چي د ډزو په مهال د پاکستان فوځ يو سرتيري هم شهيد شوے او حوالدار پاروش په زړورتيا سره شهيد شول.










Leave a Reply