پاکستان د افغانستان په چارو کښې لاس وهنه نه کوي
باغي ټي وي رپورټ
د هند حکومت خو د ډیر وخت نه د پاکستان په ضد پروپیګنډه کوي چې پاکستان د افغانستان په چارو کښې لاس وهنه کوي خو کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو کنټرول راغلې نو د هند حکومت او میډیا نه یو او دوه خطا دي او د پاکستان د بدنامولو کوششونه ی شروع کړي دي.
د پاکستان لوړ پوړي چارواکو دا دریځ دې چې یو ولاړ افغانستان د پاکستان او دې ټولې منطقې په ګټه کښې دې ، پاکستان د داخله چارو وزیر شیخ رشید احمد هم په یو بیان کښې ویلي دي چې پاکستان د افغانستان حکومت له مشوره ورکولې شی خو پاکستان د افغانستان حکومت او طالبان په څه منلو مجبورولې نه شي. شیخ رشید دا خبرې د کینیډا هیواد هایی کمشنر سره په ملاقات کښې کړي دي.
شیخ اوویل چې طالبانو سره په افغانستان کښې د وسایلو کمۍ دې او په راروان ژمې کښې افغان اولس د خوراکي توکو د قحط سره مخ کیدۍ شي نو دې لپاره دې د نړۍ هیوادونه افغان اولس سره بشري مرستې وکړي چې په افغانستان کښې د انسانی بحران مخه ونیول شي.
یاده دي وې چې د پاکستان سفارت خانه نن هم په کابل کښې پرانستې دې او د افغان اولس ته هر ممکن سهولت او خدمت کولو عملی کوششونه کوي، په کابل کښې د پاکستان سفارت خو د افغان زده کوونکو لپاره د انګریزۍ ژبې او د کمپیوټر ټریننګ کورسونه هم اعلان کړي دي او دا کورسونه به ویړیا افغان زده کوونکو او ځوانانو ته ورکولې شي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې سږ کال هم د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن له طرف نه افغان زده کوونکو لپاره د علامه اقبال سکالرشپ اعلان وشو او یو څو ورځې وړاندې هم د تورخم له لارې په سوونو افغان زده کوونکې پاکستان ته راداخل شو او د پاکستان په بیله بیلو ښارونو کښې ی په کالجونو کښې لوړې زده کړي پیل کړي دي.
د افغانستان زده کوونکو د پاکستان دولت ستاینه کړي او شکریه ی ادا کړي چې د مسلمانۍ او د ورورولۍ حق ی پوره کړو او نن هم د ۳۰ لکو پورې افغانان په پاکستان کښې ژوند او کاروبار کوي.