د سندهه ګورنر مراد علي شاه وایی چې عمران خان په ټیلي تهون پیسې راغونډې کړې وې، هغه پیسې چرته لاړې؟

0
70

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه عمران خان ته په غېږ کې نيولې او ويلي يې دي چې عمران خان بايد ډېر څه زده کړي وي، اوس بايد جدي شي، متحدينو پرېکړه کړې چې له عمران خان سره کار نه کوي.

کراچۍ کې ميډيا سره خبرو په مهال مراد علي شاه وويل عمران خان په جمهوري ډول دبې اعتمادۍ په ذريعه لرې کړل شوى، دهغه کارکردګي نه ويني، دالله شکر دى چې دهغه اقتدار ختم شوى دى.
ده ووئيل د پاكستان د پرمختګ لپاره خبرې ضروري دي، كه عمران خان خبرې كول غواړي نو شرطونه نشته۔
د ایم کیو ایم پاکستان په اړه د پوښتنې په ځواب کې مراد علي شاه وویل چې د ایم کیو ایم اندېښنې د ټاکنو په اړه نه دي، دوی به خامخا خپلې اندېښنې لرې کوي.

هغه وويل خلک فکر کوي چې مونږ دژغورنې اؤ امدادي کارروايۍ څخه تير شوي يو، داسې نۀ ده، په سيلاب ځپلو سيمو کې خلکو ته دخوراک لپاره څه نشته، عمران خان هم دسيلاب ځپلو لپاره ټيلي تهون کړې وو ، هغه پیسې چرته دي؟

Leave a reply