په ‌خیبر پښتونخوا کې د وسله والو په یوه برید کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي دي

0
160

په ‌خیبر پښتونخوا کې د وسله والو په یوه برید کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې‌ د پېښور – اسلام اباد پر عمومي لاره د نوښار سیمې اړونده اکوړه خټک ساحه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر برید شوی .
د نوښار د پولیسو مشر عمر خان رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې درې پولیس وژل شوي دي چې یو تن یې افسر و.

 

(2022 / 12 / 4    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ‌خیبر پښتونخوا کې د وسله والو په یوه برید کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې‌ د پېښور – اسلام اباد پر عمومي لاره د نوښار سیمې اړونده اکوړه خټک ساحه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر برید شوی .
د نوښار د پولیسو مشر عمر خان رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې درې پولیس وژل شوي دي چې یو تن یې افسر و.
هغه زیاته کړې، بریدګر دوه کسان وو او تر بریده وروسته له سیمې تښتیدلي.

دغه برید داسې محال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې پاکستاني ط.البانو/ ټي ټي پي اعلان وکړ چې د دوی اوربند د پاکستان له حکومت سره ختم شوی او خپلو ټولو جنګیالیو ته یې د یاد هېواد په ټولو برخو کې دسختو بریدونو امر ورکړ.

اړوند موضوعات:

مومندو کې وسله وال برید , دوه پولیس اووژل شول

د پېښور نوښار د برید پړه هم تحریک ط.البان پاکستان په غاړه اخستې ده.

 

Leave a reply