لاهور کښې د ماشومانو د تښتونې پیښې ، نومبر میاشت کې د ماشومانو د تښتونې ۴۴ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۳۷ ماشومان راخوشي شوي او د پاتې ۹ ماشومانو لټون روان دی

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور د پوليسو په جاري شوي رپورټ کې ويل شوي چې په لاهور کې په تيرو يوولسو مياشتو کې د ماشومانو د تښتولو نهه سوه نه زياتې پيښې رپورټ شوي دي چې پکې زياتره تښتول شوي کسان بيرته نيول شوي دي .
د لاهور د پوليسو په رپورټ کې وئيل شوي چې د روان کال په ١١ مياشتو کې د ماشومانو د تښتونې ٩٣١ پېښې رپورټ شوي چې پکې ٨٩٨ ماشومان راخوشي شوي دي او د ٣٣ کسانو لټون روان دی .
د راپور له مخې، د ۷۵ قضیو څېړنې روانې دي، چې ۹۶ د پېښو په تړاو نیول شوي دي.یوازې په نومبر میاشت کې د ماشومانو د تښتونې ۴۴ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۳۷ ماشومان راخوشي شوي او د پاتې ۹ ماشومانو لټون روان دی.
د ایس ایس پی تحقیقات حسنین حیدر وینا ده چې ماشومان له کوره ناراضه شي یا ورک شي خو د تښتونې مقدمې درج شوې دي.هغه وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د تښتونې په اړه بې بنسټه خبرونه خپریږي.
دسرچينو له مخې سي ائي اى اؤ تحقيقاتي ټيمونه دهغو ٣٣ؤ ماشومانو دنيولو لپاره کار کوي چې تر دې مهاله نۀ دي ترلاسه شوي.په ځینو مواردو کې د مېړه او مېرمنې تر منځ د شخړو له امله اولادونه له دواړو سره نه شریکېږي او په ډېرو مواردو کې مېړه ماشومان بهر ته وړي دي.





