آزاد کشمیر کښې بلدیاتی ټاکنو کښې پي ټي آیی له ماتې سره مخ شوې ده

0
104

باغی ټي وي رپورټ
په آزاد کشمیر کې د بلدیاتی انتخاباتو په دوهم پړاو کې واکمن ګوند تحریک انصاف له ماتې سره مخ شوی دی.
د آزاد کشمیر د وزیراعظم سردار تنویر الیاس په خپل اصلي یونین کونسل ښې هم تحریک انصاف ماتې خوړلې ده.
د دوی په یو سي کې د پيپلز ګوند امیدوار اویس لیاقت ۱۳۴ ووټونه ترلاسه کړل او د تحریک انصاف امیدوار ۱۱۱ ووټونه ترلاسه کړل.
په راولاکوټ کې هم پي ټي ايي تر ټولو سخته ماتې خوړلې ده. د راولاکوټ میونسپل کارپوریشن په 22 څوکیو کې پی ټي آی یوازې 3 څوکۍ ګټلې دي. همدا ډول له مظفرآباد وروسته به د آزاد کشمیر یو بل لوی ښار راولاکوټ هم د اپوزیسیون له خوا ښاروال ولري. په پونچ ډویژن کې 12 امیدواران لا دمخه د مقابلې لپاره ټاکل شوي دي.

Leave a reply