د معذوره خلکو نړیواله ورځ، د لنډیکوتل معذوره کسان ګیلامن او مایوسه دي

0
260

نصیب شاه شینواري
مونږ نن د معذورو خلکو په نړیواله ورځ ډیر مایوسه او خفه یو، مونږ ته نن په دریم دسمبر د معذوره خلکو عالمي ورځ باندې د لنډیکوتل تحصیل په جرګه هال کښې اجازه را نه کړې شوه چې دلته دا نړیواله ورځ ونمانځو.
دا خبرې د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل میردادخیل اوسیدونکي حمزالله شینواري دي، حمزالله شینواري دولسم ټولګي پاس دې او په ښپو معذوره دي ولې دوی همت نه دې بایللې او تر دولس ټولګي ی سبق ویلي دي، د کرکټ لوبه هم کوي .
نوموړې د معذور تحفظ موومنټ لنډیکوتل، چې د معذوره کسانو لپاره کار کوي ، د یو رضا کار په توګه کار کوي او د معذوره کسانو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

رسنیو سره په خبرو کښې ی اوویل چې نن په ټوله نړۍ کښې د معذوره کسانو ورځ نمانځل شی خو دلته په لنډیکوتل کښې دوی له اجازه ور نه کړې شوه چې د لنډیکوتل په تحصیل جرګه هال کښې دا ورځ ونمانځي.

د لنډیکوتل معذورانو اتحادیی مشران


حمزالله شینواري اوویل چې دوی ته چې اجازه ور نه کړې شوه نو د حمزه بابا سپورټس میدان ته لاړل او په دې میدان کښې ی دا ورځ ونمانځله.
هغه اوویل چې د تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري زمونږ په غونډه کښې ګډون وکړو کومه چې د معذوره کسانو لپاره کار کوونکي تنظیم د معذور تحقظ موومنټ لنډیکوتل د سیوري لاندې تابیا شوې وه.
حمزه اوویل چې دا ډیره د افسوس خبره ده چې د لنډیکوتل کوم انتظامي افسر ددوی په دستوره کښې ګډون و نه کړو.
نوموړي اوویل چې شاه خالد هم راغلو ،وینا ی وکړو او لاړو، کله مې چې حمزه الله څخه پوښتنه وکړه چې د لنډیکوتل معذوره کسانو لپاره کوم چا د مرستې اعلان وکړو نه هغوی اوویل چې هیڅ کوم چارواکو ددوی لپاره کوم امدادی پیکج اعلان و نه کړو.

دلنډیکوتل حمزالله شینواري که معذوره دې خو خپل محنت ی جاري ساتلي، د کرکټ لوبه هم کوي.


د معذور تحفظ موومنټ فنانس سیکرټري خانیم الله معذور اوویل چې په وخت باندې انتظامیه څخه دا نه وو غوښتي چې دوی د معذوره کسانو نړیواله ورځ په جرګه هال کښې نمانځي نوی دې لپاره دا دستوره په جرګه هال کښې و نه شوه او بیا مو د حمزه بابا د لوبو په میدان کښې د معذورو نړیواله ورځ ونمانځله، هغوي د سینیټر تاج محمد اپریدي څخه مننه وکړه چې دوی لپاره ی د خوراک انتظام کړې وو.
خانیم الله معذور هم په دې باندې د خفګان څرګندونه وکړه چې ددوي په راجوړه شوې دستوره کښې کوم انتظامی افسر ګډون و نه کړو او نه ی دوی سره کومه مالي مرسته کړې ده.
د معذوره کسانو د اتحادیی مشرانو د لنډیکوتل پولیس افسرانو څخه مننه وکړه چې دوی سره ی مرسته وکړه او نن په دریم ۳ دسمبر ی د معذورانو نړیواله ورځ په ډیره ښه توګه ونمانځله.
په دې موقع د لنډیکوتل سیمې معذوره کسانو چې پکښې ماشومان هم شامل وو په لاسونو کښې بینرې اوچتې کړې، په یو بینر باندې لیکل شوي وو چې معذورانو ته دې خپل حقونه ورکړل شي.
د معذورانو اتحادیی مشرانو او رضاکارانو غوښتنه وکړه چې اړوند ادارې او عوامي نمایندګان دې د لنډی کوتل سیمې معذوره کسانو سره مالي مرستې وکړي، دوی اوویل چې ګنړ شمیر کسان په کورونو کښې دي او دوی نه شي کولې چې بهر راشي نو دوی د حکومتي چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دې معذوره کسانو سره دې پوره پوره مالي مرستې وکړي.
……………………………

Leave a reply