محصلین دې خپلو زده کړو ته راشي

0
77

باغي ټي وي رپورټ
په پایه تخت کابل کښې د هیواد پوهنتون رهبرۍ ویلي دي چې دلته په دې پوهنتون کښې د ښځینه زده کوونکې لپاره ویړیا د زده کړو خدمتونه لري ، هغه ښځینه محصلینې به ویړیا زده کړې وکړي چې په شرطونو پوره وي.

د پوهنتون موسس حاجی امیر ګل شاهین یوې خبري غونډې ته اوویل چې په افغانستان کښې د روان سیاسي بدلون له وجهې ددې هیواد پوهنتونونه هم اغیزمن شوې دي، دوی اوویل چې دلته دې زده کوونکې هیڅ اندیښنه کوې او دوی دې خپلو زده کړو ته راشي.
نوموړی اوویل چې ټول محصلین دې واپس زده کړې پیل کړې ، دوی دې راشي او مخکښې په شان به ی ټولې چارې روانې وي، دوی زیات کړه چې زما له محصلینو هیله ده چې دوی بیرته خپلو زده کړو ته راشي .
نوموړي اوویل چې که کوم زده کوونکې اقتصادي ستونزې ولري نو مونږ به ورسره مرستې وکړو او دغه راز د خویندو لپاره هم د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او هیواد پوهنتو له پالیسو او شرایطو سره سم وړیا خدمات وړاندې کوو او څلور کلنه تحصیلي دوره به ویړیا وي.
دوی اوویل چې د پوهنتون بهترینه او معیارې ودانۍ لري، دوی اوویل چې د پوهنتون خویندو ته خاص پاملرنه کوو، دوی د معاشرې یو اهم برخه ده او یوه باسواده خور په معاشره کښې اهم رول لوبولې شي او یوه باسواده خور کولې شي خپل خاندان او ملت په ښه توګه رهبري کړي.
ددې پوهنتون نور ذمه وارو هم وینا وکړه او وې ویل چې دوی ویاړي چې په داسې وخت کښې هم په پوهنتون کښې ی تحصیلی خدمات وړاندې کوو چې په هیواد کښې یو سیاسي بدلون مخې ته راغلې دې. دوای اوویل چې ټول افغانان باید زده کړې وکړه او خپل ځان او ټول هیواد ته بدلون ورکړي.
نوموړی اوویل چې د هیواد پوهنتون په ټول تدریسي او اداري نظام په اسلامی اصولو عیار دې او ښځینه او نارینه کولې شي خپلې زده کړې په ډاډه زړه وکړي.

Leave a reply