بلاول بوټو افغان وزیر خارجه سره اړیکه نیولې، کابل کښې پر پاکستانی سفارتکار ی برید غندلې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل افغان سیال سره په تماس کې شوی او د کابل برید یې په کلکه غندلی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير بلاول بوټو زرداري له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له خپل افغان سيال اميرخان متقي سره يې په ټيلېفوني اړيکه کې په کابل کې د پاکستان د بهرنيو چارو پر وزير عبيد نظاماني بريد غندلى دى.
بلاول بوټو زرداري وويل، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د پاکستان د ماموريتونو او ډيپلوماتيکو کارکوونکو د امنيت د زياتولو او د دغه بريد د عاملينو د نيولو ډاډ ورکړى دى. بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکې نه شي خرابولی.






