د امریکا د کانګریس غړې شیلا جیکسن د امریکا بهرنیو چارو کمیټې ته یو لیک لیکلی چې له پاکستان سره مرستې زیاتې کړي

0
112

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د کانګریس غړې شیلا جیکسن د امریکا د بهرنیو چارو کمیټې ته یو لیک لیکلی چې له پاکستان سره مرستې زیاتې کړي.

د بهرنیو چارو کمیټې ته په خپل لیک کې شیلا جیکسن لیکلي چې پاکستان ته باید د سیلاب ځپلو لپاره مرستې زیاتې شي.

په لیک کې د کانګرس غړو غوښتنه کړې چې پاکستان ته دې د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالره ورکړل شي.

شیلا جیکسن لیکلي چې په ۲۰۰۵ کال کې د زلزلې ځپلو ته ۵۰۰ میلیونه ډالره ورکړل شوي وو او دا ځل باید نورې مرستې هم واستول شي.
د امریکا د کانګریس یوې ښځینه غړې شیلا جیکسن په خپل لیک کې لیکلي چې دا مرستې به نه یوازې د پاکستان او امریکا اړیکې ښې کړي بلکې د ډېرو خلکو ژوند به وژغوري.

Leave a reply