د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري وایی چې عمران خان هیڅ کوم غیرمشروط د خبرو کولو وړاندیز نه دې کړې

0
105

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې عمران خان د مذاکراتو هيڅ شرط نه دې وړاندې کړي۔

فواد چوهدري په خپل یو بیان کې ویلي چې د عمران خان له لومړۍ ورځې غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو نېټه دې اعلان کړي او بیا به مذاکرات کوي.
هغه وويل، چې د هېواد اقتصادي وضعيت خراب دى، د ملي دفاع وزارت زياتو پيسو ته اړتيا لري، د سفارت د کارکوونکو معاشونه نه ترلاسه کېږي، که حکومت ځان پاکستان ته ناداره اعلان کړي دا به ډېره خطرناکه وي.

ياده دې وي چې عمران خان تيره ورځ په لاهور کې د پنجاب پارليماني پارټۍ غونډې ته د وينا پر مهال حکومت ته د مشروطه خبرو وړانديز وکړ.عمران خان حکومت ته د مشروطه خبرو د وړاندیز په مهال وویل، له موږ سره کېنئ، خبرې وکړئ او د عامو انتخاباتو نېټه ورکړئ، که نه نو موږ به اسمبلۍ منحل کړو، موږ تاسو ته له موږ سره د کېناستلو موقع درکوو، ووایه چې څه غواړې؟ په پاکستان کې سل په سلو کې ټاکنې دي او تاسو په مرکز کې ناست ی ، چوهدري اوویل چې مونږ ډېره هڅه وکړه خو دوی د ټاکنو نامه نه اخلی او له ټاکنو ډارېږي.

دا خبره د یادونې ده چې وړمه ورځ داسې خبر خپور شوې وو چې پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان حکومت ته د مشروطه خبرو وړاندیز کړی.

لاهور کې د پنجاب پارليماني پارټۍ غونډې ته په وينا کې عمران خان وويل ټوله نړۍ وايي چې مونږ دنادارۍ په لوري روان يوو، ريمټنس کميدل شروع شوي دي، زمونږ په وخت کې دقرضونو دنه ادا کولو خطره 5 فيصده وه، اوس 100 فيصده ده. عمران خان ویلی وو چې پانګه اچوونکي په دوی باور نه کوي ځکه چې دوی سره هیڅ کوم پلان نشته دې.

Leave a reply