لنډیکوتل کښې د بریښنا اوږد نشتوالې ، ځایی مشرانو او ځوانان د پیښور او تورخم لویه لار د هرقسم ټریفک په مخ د احتجاج په توګه تړلې ده

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د ټيسکو لخوا د بجلۍ اوږده لوډشيډنګ په ضد د آفريدي او شينوارو قومونو سياسي او غير سياسي مشرانو د پيښور لنډي کوتل، تورخم لويه لار بنده کړي ده۔
احتجاج کوونکو کښې سیاسي او غیرسیاسي مشراو او ځوانان شتون لري، مفتي محمد اعجاز د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر، مقتدر شاه اپریدي، زرنور اپریدی د جماعت اسلامي، د پي ټي آیی مشران عبدالرازق شینواری ، معراج الدین شینواري، د لنډیکوتل تحصیل کونسل چیرمین شاه خالد شینواري او ورسره نور ډیر د کونسل غړي په دې احتجاج کښې ګډون کوي.
د مشرانو غوښتنه ده چې په سیمه کښې د بریښنا سپلایی یقیني شي.

احتجاج کوونکو د ټيسکو چارواکو ته د لاريون د پای ته رسولو لپاره څلور شرطونه ایښي دي.
1. د بریښنا قطع کول باید په بشپړه توګه بند شي.
2، په ورځ کې د 8 ساعتونو بریښنا رسولو ډاډ ترلاسه کړئ.
3، د کار په ساعتونو کې باید بریښنا ورکړل شي.
4 د لنډي کوتل ګرډ سټیشن اهلکار باید سمدستي بدل شي.
د ځایی سرچینو مطابق د پاکستان څخه افغانستان ته باروړونکي ټرکونه او د افغانستان څخه پاکستان ته راتلونکي بار وړونکي ټرکونه د لارې تړلو له امله بند پاتې دي .
……………………….

Leave a reply