قمر زمان کائره وایی که د اسمبلۍ تحلیل ایسار نه کړې شول نو ټاکنې به وکړو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او د کشمير او ګلګت بلتستان په چارو کښې د وزيراعظم سلاکار قمر زمان کائره وايي که د اسمبلۍ انحلال بند نه شي نو انتخابات به وشي.
قمر زمان کائره نن د جيو نيوز په پروګرام کښې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو په وخت وويل چې له دې مخکې هيڅکله هم وفاقي او صوبائي انتخابات په جلا توګه نه دي شوي نو قيامت به راشي؟
ده ووئيل مونږ د عمران خان سره د ملاقات نه ډډه نه ده كړې۔که عمران خان د شرطونو پر ځای غوښتنې وړاندې کړي نو خبره به پر مخ ځي.
قمر زمان کائره وویل دا څنګه ممکنه ده چې که د پنجاب اسمبلۍ منحل شي نو دا فیصله به په سندهـ باندې هم مسلط شي، دوی به دا اجازه نه ورکوي.
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف پارلېماني پارټۍ د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحلولو وړانديز کړې دې خو نهايي فيصله به عمران خان د اتحاديانو سره تر مشورې وروسته کوي۔





