په امریکا کښې د پاکستان پخوانۍ سفیر اسد مجید د بهرنیو چارو سکرتر ټاکل شوې دې

0
189

باغی ټي وي رپورټ
سلام آباد: حکومت ډاکټر اسد مجید د بهرنیو چارو سکرتر ټاکلی دی.

د خارجه سيکرټري په توګه د ډاکټر اسد مجيد د تقررۍ نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔

ډاکټر اسد مجید د فارن سروسز پاکستان سره تعلق لري او د 22 درجې افسر دی.د خبر له مخې ډاکټر اسد مجید دا مهال په بلجیم کې د پاکستان په سفارت کې دنده ترسره کوي.
دا خبره د یادونې ده چې اسد مجید څو میاشتې وړاندې د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناء الله په یو بیان کښې ویلي وو چې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر اسد مجید خان د ملي امنیت په کمېټه کې د ټولو په وړاندې اعتراف کړی چې داسې کوم خط یې نه دی لیکلی او دا د هغه د خط الفاظ نه دي.

فیصل آباد کښې یوې دستورې ته وینا کښې رانا ثناالله وویل چې اسد مجید خان د قامي سلامتیا کمېټۍ په غونډه کښې وویل چې د هغه د خط لفظ بدل شوی دی.

رانا ثناءالله زیاته کړه چې اسد مجید په خط کې د سازش او بې اعتمادۍ ذکر نه دی کړی، خط د شاه محمود قریشي په مشرۍ کښې بدل کړی شو.

Leave a reply