د ایم کیو مشر خالد مقبول وایی چې که ایم کیو ایم په انتخاباتو کې برخه وانخلي نو بلدیاتی انتخابات به ونه شي.

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان کنوینر ډاکټر خالد مقبول صدیقي خبرداری ورکړی چې که ایم کیو ایم په انتخاباتو کې برخه وانخلي نو بلدیاتی انتخابات به ونه شي.

د کراچۍ په بهادر آباد پارک کې د ایم کیو ایم پاکستان د عمومي کارکونکو غونډې ته د وینا پر مهال خالد مقبول صدیقي وویل چې که بلدياتي حلقې جوړې شي نو بلدياتي انتخابات د جنورۍ د ۱۵مې پر ځای د دسمبر په ۱۵ نېټه وشي او که نه؟
ډپټي کنوینر وسیم اختر وویل چې پي ایس پي او ډاکټر فاروق ستار د ایم کیو ایم د لاسه تسلیمیدل غواړي، ایم کیو ایم کنگ میکر دی، زمونږ اووه ووټونو د عمران خان حکومت ختم کړ، نن که تاسو غواړئ دا حکومت هم ړنګ کړی شي، مقامي بدني انتخابات د ایم کیو ایم د بقا جګړه ده.

د ایم کیو ایم مشرانو ویلي چې د جنورۍ په ۱۵مه په بلدياتي انتخاباتو کې پوره برخه اخلي، که حالات ښه نه شول نو رابطه کمېټۍ به پریکړه وکړي.

Leave a reply