د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې پروژې پلي کړو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې پروژې پلي کړو.
1 دسمبر 2022
د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس آخند نن سهار د کندهار له والي محمدیوسف وفا سره وکتل.
د کلیو بیارغوني او پراختیا وزیر ملامحمدیونس آخند په دغه کتنه کې وویل، چې د کندهار په دوو ولسوالیو ډنډ او دامان کې يې تازه ۱۱ کانالونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل او همدا راز يې په ارغنداب ولسوالۍ کې د دریو ویالو پر جوړولو کار پيل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ته يې په نورو ولسوالیو کې هم د بیا رغونې د کارونو پيل کېدو وړاندیزونه کړي دي.
په ورته وخت کې د کندهار والي محمدیوسف وفا د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست تر څنګ له نوموړي څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې دې هم د بیا رغونې پروژې پیل کړي.
کندهار والي همدارنګه سرپرست وزیر ته د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ټولو پروژو د تطبیق او چارو د ښه پرمختګ په برخه کي د همکاریو ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې قزاقستان سره مو د اړیکو پۀ پراختیا خبرې کړې دي
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کندهار له والي سره د کندهار پوهنتون او نورو بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې.