د فواد چوهدري د عدالت په اړه د سپکاوي بیان مخې ته راغلې دې
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري د سپريم کورټ په ضد د سپکاوي بیان مخې ته راغلې ده.
په ټوېټر خپل يو بيان کښې فواد چوهدري وئيلي دي چې سپريم کورټ دې په خپل بنيادي کار باندې خپل کار وکړي، هغه اوویل چې ددوی کار د بنيادي حقونو تحفظ دې ، بنيادي حقونو باندې د عدالتونو کارکردګي د شرم وړ ده۔
ده ووئيل عدالتونه دې خپله كاركردګي ښه كړي او مونږ ته دې د سياسي نظام په اړه د وينا نه ډډه وكړي٬ هغه زیاته کړه چې سياسي نظام كښې بدلون د پاكستان د اولس حق دې۔