د پاکستان ډيموکريټک موومنټ (پي ډي ايم) د نا اهلو ډله ده، دوی نه د عدم اعتماد تحريک راوړلو جرات لري او نه دوی عددي اکثريت لري: وزیراعلی پنجاب

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي وايي د پاکستان ډيموکريټک موومنټ (پي ډي ايم) د نا اهلو ډله ده، دوی نه د عدم اعتماد تحريک راوړلو جرات لري او نه دوی عددي اکثريت لري.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجاب اسمبلۍ منحلولو په اړه له خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوي او په دې لړ کې د پرویز خټک په مشرۍ پلاوي د پنجاب ایالت له وزیر اعلی چوهدري پروېز الهي او د ق لیگ له نورو مشرانو سره لیدلي دي. چې په اوسني سیاسي وضعیت او راتلونکي ستراتیژۍ خبرې وشوې. دسرچينو ترمخه پرويز خټک سره په ليدنه کې چوهدري پرويز الاهي وئيلي چې هغه په هر صورت تيار دى، دعمران خان سره ولاړ دى اؤ ولاړ به وي، کله چې عمران خان ورته امر وکړي نو هغه به اسمبلۍ منحل کوي.

دسرچينو له مخې چوهدري پرويز الاهي دا هم وئيلي چې پي ټي ايم د نا اهلو ډله ده، دوي به د اپوزيشن هره تګلاره ناکامه کړي. سرچينې وائي په دغه غونډه کې چوهدري پروزير الاهي وويل چې ١٣ گوندونه نه عددي اکثريت لري او نۀ هم د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو جرات لري.

ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ د منحلولو وروستۍ پرېکړه به نن د عمران خان او چوهدري پروېز الهي تر منځ تر ليدنې وروسته کېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载