د قبایلي سیمو خبریالانو په خبریال ملګري باندی د ایم این کسانو له لوري د تشدد په ضد احتجاج کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د اورکزئي ضلعې کښې په يو خبريال باندې د ايم اين اے د وسله والو د تشدد په ضد د قبائلي جرنلسټس يونين لخوا د هنګو پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. دوي د تحريک انصاف ايم اين ايز خلاف نعري وهلي او د خبريالانو د حفاظت غوښتنه ئي کوله۔
د تفصيلاتو ترمخه د اورکزئي قبائلي ضلعې سينئر خبريال ایثارالحق باندې د تحريک انصاف ايم اين اے نديم خیال د وسله والو کسانو لخوا د تشدد په ضد د اورکزئي پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره شوي وکړه په کومه کښي چي د اورکزئي پريس کلب،د ضلع خیبر خبریالانو او اورکزئي يونين صحافيانو ګډون اوکړو۔
خبريالانو پلې کارډونه پورته کړي وو او د ايم اين اے نديم خيال په ضد يې نعرې وهلې.
مظاهرې ته د قبائيلي خبريالانو د اتحاديې مشر قاضي فضل الله وويل چې د پي ټي ائي د ازادۍ مارچ د کوريج په مهال د پي ټي ائي ايم اين اے نديم خيال وسله وال ساتونکو په خبريال ایثارالحق باندې په تشدد کړی دی د کومي چي دوي په کلکه غندنه کوي۔قاضي فضل الله اوويل چي د صحافي ایثارالحق ژوند ته خطرونه دي. ده د خيبرپښتونخوا آئي جي پوليس نه غوښتنه اوکړه چي د ډي پي او هنګو د جانبداري نوټس واخلي او د خبريال ایثارالق تحفظ دې يقيني کړي۔ قاضي فضل الله زیاته کړه چې سیاسي زورزیاتی به په هیڅ صورت د زغملو نه وي او د خبریالانو له فدرالي اتحادیې او د خبریالانو له نړیوالو سازمانونو یې د زر تر زره د دې کار د مخنیوي غوښتنه وکړه. هغوی اوویل که چیرې هغوی ته امنیت ورنکړل شو نو TUJ به د دسمبر په پنځمه د پیښور خبریالانو سره د لوړ پوړو چارواکو د دفترونو مخې ته احتجاجي مظاهره کوي.






