پاکستان ګوګل ته د بقایاجاتو ورکولو باندې راضي شوې ، د ګوګل ایپس بندیدو ګواښ ختم شوې دې

0
77

باغي ټي وي رپورټ
د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر امین الحق وړاندیز منلی او ګوګل ته یې د پیسو ورکولو موافقه وکړه.

د آئي ټي او مخابراتو وفاقي وزير امين الحق د خزانې په اړه د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه سره رابطه کړې او گوگل ته د پيسې ورکولو په اړه يې خبرې کړي دي.
امين الحق په دې لړ کې وايي چې د مهالویش له مخې پيسې ورکولی شي او په پاکستان کې به د ګوګل ایپس نه بندېږي.
وفاقي وزير ووئيل چې سټيټ بينك ته د پالېسۍ په عمل درآمد د يوې مياشتې لپاره ځنډولو هدايات وركړې شوي دي، د ټيلي كام آپريټرانو ته د پيكشن عمل عملي كولو لپاره يوه مياشت وخت وركړې شوے۔

هغه زياته کړه چې په يوه مياشت کې به د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د ماليې وزارت د سټيټ بانک په مشوره يو عملي پلان جوړوي.
امین الحق وویل چې د ټیلی کام اپریټرانو په دې معامله کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته د مرستې غوښتنه کړې وه چې په اړه یې د مالیې وزیر اسحاق ډار ته یو لیک لیکلی و چې تادیات وکړي او د وخت چوکاټ ورکړي.
هغه د خزانې د وزير او د وزيراعظم د خاص مرستيال طارق باجوه په وخت پريكړې مننه وكړه۔

Leave a reply