د جماعت اسلام کراچۍ امیر حافظ نعیم الرحمان وایی چې ټول سندهه ویجاړ شوې او د اولس په مخ د دولتي ادارو دروازې تړل شوي دي

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ امیر جماعت اسلامي حافظ نعیم الرحمان وايي، ټوله سنده ویجاړه شوې او د کراچۍ د ځايي خلکو پر مخ د بېلابېلو دولتي ادارو دروازې تړل شوې دي.

کراچۍ کښې دخبرو اترو په مهال حافظ نعيم الرحمان وويل په ټولو محکمو کې کرپشن او لوټماري ده، ټوله سندهـ تباهۍ ده، پيپلز پارټۍ اؤ دهغه حکومت په بارانونو کې په مکمله توگه تباه شوى.

ده ووئيل چې څومره چې غواړې لوټ او وخورئ، د چا پوښتنه هم نشته، پيپلز پارټۍ په خاصه توګه ښار خپل فارم جوړ كړے دے، د كراچۍ په اولسي وګړو د مختلفو حكومتي ادارو دروازې بندې كړې شوې دي۔

حافظ نعيم الرحمان وويل د سندهـ حکومت بلدياتي انتخابات ځنډوي، د اليکشن کميشن په گډون درې ځله انتخابات ځنډول شوي، هغوي زمونږ جيبونه لوټ او تالان کوي، د پيپلز پارټۍ حکومت خپل کار ته دوام ورکوي.
هغه وويل پيپلز پارټۍ پخوا هم په بلدياتي انتخاباتو کې درغلۍ کړې وې، انتظاميه دهغوي په لاس کې ده، دغو خلکو په خپله خوښه آر اوز ټاکلي دي اؤ د سندهـ اليکشن کميشن هم دپيپلز پارټۍ د سهولت کار کردار ادا کوي. .

د کراچۍ امير جماعت اسلامي وويل په دې نا اهلۍ کې پي ټي ائي هم لاس لري، پي ټي ائي په درې نيمو کلونو کې د کراچۍ لپاره څه نه دي کړي او اوس به خلک جماعت اسلامي کاندیدان وټاکي.
…………………….

Leave a reply