ايف بي آر د انکم ټيکس ريټرنز جمع کولو نيټه غځولې ده
باغی ټي وي رپورټ
د عوایدو فدرالي بورډ (ایف بی آر) د انکم ټیکس ریټرنز جمع کولو نیټه 15 ورځو پورې وغځوله.
د ایف بی آر له مخې د انکم ټېکس ریټرنز د دسمبر تر پنځلسمې پورې جمع کولی شي.
ياده دې وي چې په دې وروستيو وختو کې د کراچۍ چيمبر ايف بي آر ته د انکم ټيکس ريټرنز جمع کولو نيټه تر 31 دسمبر 2022 پورې غځولې وه.
تر دې وړاندې هم د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د ۲۰۲۲م کال د ستمبر په ۳۰مه نېټه د انکم ټېکس ريټرنز جمع کولو وروستۍ نېټه کښې د يوې مياشتې د توسیع اعلان کړی وو.
…………………….