پي ټي آئي کميټۍ د دسمبر تر 20 پورې د اسمبلۍ منحل کولو سپارښتنه کړې، د پنجاب غړو د تحمل کولو مشوره ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف لوړ پوړې کميټې د صوبايي اسمبلۍ د تحلیل په اړه خپل سفارشات تيار کړي دي.
د ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې ميا اسلم اقبال، محمود الرشيد، حماد اظهر او اعجاز چوهدري او نورو غړو ګډون اوکړو۔
سرچينې وائي چې دکميټۍ غړو ددسمبر تر 20مې نيټې پورې داسمبلۍ منحل کولو سپارښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې دپنجاب ځينې غړو داسمبلۍ په سمدستي ډول نه منحل کولو تجويز کړى دى.
دسرچينو له مخې غړو وئيلي دي چې دسياسي کارتونو په لوبولو کې بايد مهالوېش په نظر کې ونيول شي، اسمبلۍ دې هغه مهال منحل کړل شي چې په وفاق اؤ نورو صوبو داسمبلۍ منحل کولو فشار زيات شي په دغه وخت کې په اربونو روپۍ مصرفيږي. په ټاکنیزو حوزو کې د پرمختیايي کارونو داوطلبۍ اعلان شوې او د یو شمېر دولتي پروژو چارې د بشپړیدو په وروستیو پړاوونو کې دي.
سرچينې زياته کړې، چې عمران خان به د کمېټۍ په سپارښتنو د پارلماني بورډ له غونډې وروسته د نېټې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.