په نورستان کښې د سرک بیا رغونې کار پیل شوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان قومی راډیو ټیلي وژن مطابق په نورستان کښې د پیړوک سړک د رغونې چاري پیل شوي دي، دا سرک به د نورستان دوه اولسوالۍ سره وتړي.
د افغانستان د قامي ټیلی وژن د ټویټر پانړې مطابق ددې سرک په جوړیدو سره به د مرکز پارون سره د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ وصل چې له وجهې به ددې سیمو خلقو ته ډیره ګټه ورسي او په سفر کښې به ورته ډیر آسانۍ پیدا شي.
یاده دي وي چې د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې د اولس د فایدې او پرمختګ لپاره یو شمیر پروژې پیل شوي دې چې ډیر زر به تکمیل شي. یاده دې وی چې د طالب مشرانو د لاسه پرون داسې خبرونه رسنیو کښې خپاره شوي چې طالب مشرانو په ملیونو ډالر او افغانۍ چې د ولایتونه نه ورته په لاس راغلې وي، د افغانستان مرکزي بانک ته حواله کړي چې د اولس په ښه راشي.
#نورستان کې د پپړوک سړک د رغونې چارې چې مرکز پارون د شرقي نورستان دوه ولسوالیو سره تړي بيا ځلي پيل شوې.
ياد سړک ۲۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې په جوړيدو سره به يې د کامديش او برګمټال ولسوالۍ له مرکز پارون سره وصل شي. pic.twitter.com/d61ZjRbFNF— RTA Pashto (@rtapashto) September 29, 2021