قطر وايي نړۍ دې افغانستان کې مثبت بدلونونه له پامه نه غورځوي
قطر وايي نړۍ دې افغانستان کې مثبت بدلونونه له پامه نه غورځوي
د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بند ماجد القحطاني ویلي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې وروستی امنیتي وضعیت او نور مثبت بدلونونه له پامه نه غورځوي.
(2021 / 9 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بند ماجد القحطاني ویلي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې وروستی امنیتي وضعیت او نور مثبت بدلونونه له پامه نه غورځوي.
هغه د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې یوازې دې منفي ټکو باندې تمرکز نه کوي، بلکې د افغانستان وروستي واقعیتونه هم باید په نظر کې ونیسي.
د راپورونو له مخې، نوموړي دغه راز په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي او ډاډ یې ورکړی دی چې دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.