وزیردفاع خواجه آصف وایی چې د پي ټي آیی پنجاب څه غړي دوی سره اړیکه کښې دي او نه غواړي اسمبلي ماته شي
باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې پنجاب کښې د تحريک انصاف غړي زمونږ سره په رابطه کښې دي، دوي نه غواړي چې اسمبلې دې منحل شي۔
د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره” خبرو کې نوموړي وويل اوس به وګورو چې د غړو د تماس په اړه د چا ادعا رښتيا ثابتېږي.
د پروګرام په مهال د پرويز الهي د ځان کانديدولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې سياسي حالات په پرله پسې ډول بدلېږي، د ده ځينې ملګري په دې کار بوخت دي.
دوی اوویل چې داسې کومه خبره به نه کوو چې دوی ته ستونزې جوړې کړي.