د کالعدم تحریک ط.ا.ل.ب.ا.ن پاکستان له لوري د خبرو اترو ختمولو اعلان ، په قبایلي سیمو کښې پولیس او عام اولسو سخته اندیښمنه څرګنده کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو د ختمیدو اعلان سره د شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو په پولیس فورس کښې اندیښنې خپرې شوي دي.
دپوليسو دسرچينو له مخې په تيرو څو مياشتو کې دپاکستان په کوهاټ کې دتحريک طالبان پاکستان لخوا دپوليسو په پوستو شپږ بريدونه شوي دي چې پکې ٨ پوليس وژل شوي اؤ څلور افسران ژوبل شوي دي. دغه راز طالبانو د رغزۍ په پولیس ټیشن د مرګوني برید په ترڅ کې ۲۱ میله سپکه او درنه وسله هم له ځانه سره وړې او ګڼ شمېر موټر یې تخریب کړي دي.
دپوليسو ترمخه په يادو ٨ؤ بريدونو کې ٥ بريدونه دتحصيل برمل اعظم ورسک پوليس سټيشن باندې شوي دي، يو بريد د رغزۍ په پوليس سټيشن، يو بريد په سپین اؤ يو بريد دتنائي په پوليس سټيشن ترسره شوى دى. د ټي ټي پي د سرچینو له مخې د خبرو اترو بهیر د تحریک طالبان پاکستان له خوا نه بلکې د پاکستاني او پوځي د کالعدم تحریک طالبان پاکستان نائب امیر یعنی د دفاع وزارت مفتی مهزم د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۸ نیټه د مذاکراتو د بهیر د ختمیدو اعلان وکړ او د فعالو بریدونو امر یې صادر کړ.
د مفتي مهزم په وینا، په لکي مروت او بنو ولسوالیو کې له پېښو وروسته امنیتي ځواکونه له تېرو څو ورځو راهیسې د تحریک طالبان د مجاهدینو پر ضد عملیات کوي.
بل لوري ته ددغه زړه بوږنونکي اعلان وروستو په ټوله قبائيلي سيمه کې د ويرې فضا رامينځته شوې، کاروباري فعاليتونه يې اغيزمن کړل او د ډي پي او جنوبي وزيرستان عتيق وزير د ناقص کارکردګۍ له امله د مقامي پوليس ځواک ورو ورو د پولیس تهاڼو څخه په غایبیدو پیل شوې دې او په پولیسو کښې او په عام اولس کښې ډار خپور شوې دې.
………………………….