د چین پخوانی ولسمشر جیانګ زیمین د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.

باغی ټي وي رپورټ
د بهرني خبري اژانس له مخې په شانګهای کې پخوانی ولسمشر جیانګ زیمن مړ شوی، پخوانی ولسمشر جیانګ زیمن د لیوکیمیا په ناروغۍ اخته و.

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د پخواني ولسمشر جيانګ زيمن د مړينې له امله د چين بيرغ ښکته شو.
جيانګ زيمين په ١٩٨٩ کال کې د تيانان مين د څلورلارې له پېښې وروسته واک ته ورسېد او د عصري چين يو له مهمو مشرانو څخه ګڼل کېږي.

جيانګ زيمين په ١٩٩٧ کال کې د هانکانګ د سوله ايز واک د انتقال څارنه وکړه او بيا يې په ٢٠٠١ کال کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د يو ځای کېدو په اړه مهم رول ولوبوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *