د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار وایی چې پاکستان په ۵ کاله کښې د سود څخه پاکولې شو

0
177

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وايي چې دوی کولې شي چې پاکستان په پنځو کلونو کې د سود نه پاک کړل شي.

په کراچۍ کې د سود د حرمت په اړه شوي سيمينار ته په وينا کې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل چې په ټوله نړۍ کې هڅې روانې دي چې هر څوک له بانکي نظام سره وصل کړي، بانکي نظام د ژوند اړتيا ګرځېدلې او د بانکي نظام له لارې شفافې راکړې ورکړې يقيني کولی شي.
هغه وويل، حکومت له هېواده د سود د نظام د له منځه وړلو هوډ لري او د حرام سود په اړه د شرعي محکمې د پرېکړې هرکلى کوي، که يوازې د الله جل جلاله د رضا لپاره صادقانه پرېکړه وکړئ، په پنځو کلونو کې له هېواده سود ختمېداى شي.
د مالیې وزیر وویل، چې اوس مهال په هېواد کې اسلامي بانکداري له ۲۰ تر ۲۱ سلنې ته رسېدلې او د اسلامي بانکدارۍ شتمنۍ د ۷ تریلیون روپیو په کچه دي، اسلامي بانکونه باید د دودیزو بانکونو په پرتله ښه کار وکړي.
اسحاق ډار وايي، چې د وفاقي شرعي محکمې د پرېکړې پر ضد سټيټ بينک او نورو بينکونو اپيلونه دائر کړي وو، چې بيرته اخستل شوي دي.

وفاقي وزير ووئيل پاكستان د كرنټ اکاؤنټ او د بجټ خسارې سره هم مخ دې، مونږ د آمدن نه زيات خرچ كولو عادی شوي يو، مونږ ته د آمدن زياتول او لګښتونه كمول دي۔
……………………

Leave a reply