هند کښې غلو د یوې ښځې غوږ د غوږ والۍ تښتولو لپاره پرې کړې دې

باغی ټي وي ربورټ
د هند په لکنهو ښار کې غلو د سرو زرو د غوږوالۍ تښتولو لپاره د یوې ښځې غوږونه پرې کړل.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د نرملا سنګ په نوم یوه ښځه په لکنهو کې د کور د سودا اخیستلو لپاره بهر ته تللې وه، چې په سکوټر کې سپاره دوه غلو د هغې د سرو زرو غوږوالۍ د غلا کولو هڅه وکړه او د هغې غوږونه ی پرې کړل.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ښځې سخت مقاومت وکړ او کله چې غلو د سرو زرو د غوږوالۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل، د یوې تیزې وسیلې په واسطه یې د ښځې غوږ پرې کړل او د غوږوالۍ ی ترې وتښتولې.
زنانه په سمدستي توګه د طبي امداد لپاره هسپتال ته منتقل کړې شوې ده ولې پوليس د پيښې مقدمه درج کړې ده او د سي سي ټي وي فوټيج په مرسته د ملزمانو نيولو هڅې ئي شروع کړي دي۔






