امریکا ویلي چې د پاکستان د تېلو اړتیا باندې پوهیږو او هر هېواد باید د خپل وضعیت له مخې پرېکړه وکړي.

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تېلو اړتیا په اړه امریکا بیان جاري کړې دې، امریکا وایی چې د پاکستان د تیلو اړتیا په اړه پوهیږو، هر هېواد باید د خپل وضعیت له مخې پرېکړه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا تر اوسه پر روسیې د تېلو د صادراتو په برخه کې بندیزونه نه دي لګولي، له متحدینو سره یې کار کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیې د لوړېدو له اغېزو سره مقابله وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د پاکستان د تېلو اړتیاوې په اړه امریکا پوهیږي خو هر هېواد ته به د خپل هیواد حالات او د تېلو له اړتیا سره سم پرېکړه کول وي.

Leave a reply