د مسلم ليګ نون د صدر په توګه د مريم نواز د انتخابولو خبرې روانې دي.

0
79

باغي ټي وی رپورټ

د دسمبر په ۳۰مه نېټه د پاکستان مسلم ليګ (ن) د جوړېدو د ورځې په موقع به ۲۰۰۰ غړي د مرکزي شورا او جنرل کونسل په غونډه کې د ګوند صدر، جنرل سيکرټري او نور چارواکي ټاکي. په عوامي حلقو کې د ګوند د مرستيالې مريم نواز د صدر په توګه د ټاکلو خبرې روانې دي، خو د هغه ګوند مشران چې له لومړي وزير شهباز شريف سره واک شريکوي، په دې اړه چوپ پاتې کېدل خوندي ګڼي.

د مسلم ليګ (ن) چيئرمېن سېنېټر راجه محمد ظفرالحق وئيلي دي چې د سينئر خلقو دا خيال دے چې مريم نواز شريف دې د پارټۍ مشرې وټاکل شي چې شهباز شريف په وزيراعظمۍ باندې تمرکز وکړي. دسرچينو له مخې دصوبائي په کچه هم دنورو چوکيو لپاره لابيونه فعال کړل شوي دي. جنګ په دې لړ کې د ګوند له مهمو چارواکو او د ولسي جرګې له غړو سره تماسونه نیولي، خو ټولو دا خبره له وخته مخکې وبلله او چپ پاتې شو.

Leave a reply