په کابل کښې د خبریالانو لپاره جعلي اسناد جوړیږي

0
182

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې میشت یو ښځینه خبریاله رابعه سادات په خپل ټویټر پانړه یو غږیز کلپ اچولې چې یو تن خبرې کوي او وایی چې د ۱۵۰ ډالرو په بدل کښې به تاسو لپاره د خبریال کاغذونه جوړ کړې شي.

یاده دي چې دا غږیز پیغام چې په درې ژبه کښې دې، په داسې وخت کښې په ټولنیزو رسنیو خپور شوي چې د افغانستان نه په ګنړ شمیر کښې خبریالان، د رسنیو سره کارکوونکي او نور د مدني ټولنو غړي د افغانستان نه وتلی دي.

د کابل یو خبریال مطابق د طالبانو د راتګ نه پس دلته ډیر خبریالان بې روزګاره شوي ځکه چې د رسنیو دفترونه نه تړل شوي دي او وس خو پکښې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې دلته بعضې کسان جعلي د خبریالانو د پیژندنې کارتونه جوړوي چې دا خبریالان بیا بهرني هیوادونو ته لاړ شی او هلته پناه واخلي.
په داسې وخت کښې د طالب مشرانو د طرف نه هم داسې بیانونه راځې چې د افغانستان د بیا رغونې او د بې روزګارۍ کمولو لپاره به د امارت اسلامی هڅې روانې وی ، ښځې کارمندانې به هم زر کارونو ته را او غوښتل شی.
طالب مشرانو داسې رپورټونه ردوی چې دلته په افغانستان کښې په ښځو په کار پابندي ده ځکه چې د طلوع نیوز او د شمشاد ټي وي ډیرې ښځینه خبریالانې په ویډیو رپورټونو کښې ښکار شوي دې چې دوی خپله وظیفه جاري ساتلې ده او د اولس غږ نړي ته ور ښکاره کوي.
څو ورځې وړاندې هم د افغانستان اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتو مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد د شمشاد ټي وي خبریالې سره په مرکه کښې اوویل چې طالبانو د دروغو په په پروپنګنډو بدنامولې شی.

Leave a reply