د پنجاب اسمبلۍ تحلیلولو د مخنیوي لپاره د عدم اعتماد په شمول ټول اختیارونه تر غور لاندې دي.

0
139

باغي ټی وي رپورټ
اسلام اباد: د وزيراعظم شهباز شریف خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ منحلولو نه مخنيوي لپاره دوي د وزيراعلي په ضد د عدم اعتماد تحريک او د اعتماد رايې اخستو پشمول په ټولو آپشنونو غور کړې دې۔

د جيو نيوز پروګرام اج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې عطا تارړ وويل د مناسب وخت انتظار دی، د صوبايي حکومت يو زيات شمېر غړي په هيڅ صورت د اسمبلۍ تحول نه غواړي.
ده ووئيل مونږ ورسره رابطه كړې او هغه به د پارلېماني پارټۍ په غونډه كښې د عمران خان مقبوليت كمېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې كړي۔
عطا تارڑ وويل د آزاد کشمير په بلدياتي انتخاباتو کې پي ټي ايم ګوندونه گټه لري، مظفر اباد کې به د (ن) ليګ ښاروال راځي.
ياده دې وي چې له دې وړاندې مسلم ليګ (ن) د پنجاب اسمبلۍ د ژغورلو لپاره هر حد ته د تګ اعلان کړى و.

Leave a reply