د تورخم له لارې د افغان مریضانو راتګ جاري دې

0
104

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د سرکاري چارواکو مطابق په دې لار د افغانستان نه د افغان رنځوران د راتګ لړۍ جاری دي او روزانه په ګنړ شمیر کښې افغانان دې هیواد ته سفری کوي چې دلته د علاج سهولت ترلاسه کړي.

د سرکاری سرچینو مطابق په ۲۷ ستمبر ۲۶ مریضان او وسره ۳۵ نور کسان چې ددې مریضانو خدمت وکړي، دغه شان په اته ویشتم ستمبر د افغانستان نه ۲۸ مریضان او ورسره ۲۹ نور خپلوانو ته اجازت ورکړې شوچې پاکستان ته د علاج لپاره داخل شي.
یاده دې وی چې پاکستان د افغانستان هغه ګاونډي هیواد دې چې نن ی هم په کابل کښې سفارتخانه پرانستې ده او افغان مریضانو ته د ویزې ورکولو سهولت ورکوي چې دا افغانان پاکستان ته راشي او په پاکستان کښې د علاج سهولت ترلاسه کړي.
د افغانستان مریضانو او ددوی خپلوانو په پاکستان سفارت خانه کښې د پاکستان دولت ستاینه کړې چې په دې سخت وخت کښې هم افغانانو لپاره ویزې جاري کوي چې پاکستان ته د علاج لپاره راشي .

د یادونې وړ ده چې د تورخم له لارې ۶۰ نه تر ۷۰ کسانو پورې مریضان چې په دې کښې ی خپلوان هم وي پاکستان ته راځي چې د میاشتې د ۲۰۰۰ دو زرو نه زیات شمیر جوړیږي.
یاده دې وي چې دا فغانان په پیښور، اسلام آباد او د پاکستان نور ښارونو کښې د علاج لپاره ځي او په مناسب خرچه په پاکستان کښې د علاج ښه سهولت ترلاسه کوي.

Leave a reply