اسلامی امارت د افغان سوداګرو ژوند او پانګې ته حفاظت ورکوي: متقي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مولوي امیر خان متقي ددې هیواد د یو شمیر سوداګرو او د افغان چیمبر آف کامرس د ټولنې د نمایندګانو سره ملاقات وکړو.
په خپل ټویټر پانړه د امارت اسلامی د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي لیکي چې د اسلامی امارت افغانستان د مشرانو له طرف نه افغان تاجرانو ته ددوی د ژوند او سرمایه د مکمل حفاظت کولو باور ورکړې شو.
افغان سوداګرو ته د امارت اسلامی افغانستان له طرف نه داسې ډاډ او باور ورکړې شو چې په افغانستان کښې به ددوی پانګونه او ژوند ته مکمل امنیت ورکړې شي او دوی لپاره به یو داسې ماحول جوړ کړې شي چې ددوی ژوند او سرمایه به په مکمل توګه محفوظه وی او دوی ته به هیڅ کوم خطر نه وي.
د افغانستان د سوداګرو د ټولنې مشرانو او نور نمایندګانو د اسلامی امارت مشرانو مخې ته د سودګرو ته راپیښې یو شمیر ستونزې او مسلې کیښودې ، په دې موقع د اسلامی امارت مشرانو له طرف نه دا مسلې او ستونزې د هوارولو مکمل باور ورکړې شي چې ددې په وجه د سوداګرانو ټولني د اسلامی امارت شکریه ادا کړه.
On 28th Sept. 2021, H.E. Mawlawi Amir Khan Muttaqi met with the leadership of the Afghan Chambers of Commerce & Investment, and Industry & Mines at the Storai Palace.
Welcoming the participants, the Acting Foreign Minister elaborated on the political situation in Afghanistan pic.twitter.com/mE1K5Zt5Qj
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) September 29, 2021