د ترکي صدر د روس په دوره تللې

0
119

باغي ټي وي رپورټ
د ترکي صدر طیب اردوغان د روس په سفر تللې دې، د رسنیو رپورټ مطابق د ترکي صدر به د روس همسیال ولادیمیر پیوټن سره ملاقات وکړي او د افغانستان په صورت حال به هم ورسره خبرې اترې وکړي.

د رپورټ مطابق په شام کښې جاري د جنګ په اړه به د ترکي تو روس مشرانو خبرې اترې وکړي، یاده دې وی چې په شام کښې د روسي فوځ د الوتکو له خوا هم وخت په وخت د شام صدر بشارالاسد د مخالف ګروپ په سیمو بمباري کیږي چې تراوسه پورې په دې بمبارۍ کښې په زرګونو مسلمانان شهیدان شوي دي.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان په رسمي توګه د پیژندلو په اړه هم ترکي او د روس هیوادنو مشرانو غوښتنه کوي چې ترڅو چې به افغانستان کښې ټول شموله حکومت نه وي جوړ شوي نو دوی به طالبان په رسمي توګه و نه پیژني، د ترکي وزارت خارجه نه داسې بیان هم جاري شوې وو چې کله چې طالبان یو ټول شموله حکومت جوړ کړي نو دوی به اومني، په رسمي توګه به د طالبانو حکومت اوپیژنی او د طالبانو حکومت سره به د ترکي حکومت په شریکه کار پیل کړي.

Leave a reply