په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې نن کابل کې د افغان سوداګرۍ خونې له یو شمیر میرمنو سره کتلي

0
181

په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې نن کابل کې د افغان سوداګرۍ خونې له یو شمیر میرمنو سره کتلي.

29 نومبر 2022

د رسنیو د راپورونو پر اساس په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې حنا رباني کهر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان مېرمنو د سوداګرۍ خونې له یو شمېر غړو سره لیدلي.

نوموړې له هغوی سره په ټولنه کې د ښځو د رول او دغه راز د دواړو هېوادونو د ښځینه متشبثینو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

 

د افغانستان د سوداګرۍ خونې یو شمیر ښځینه فعالانو له حنا رباني کهر غوښتي چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو پر مهال د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

اړوند موضوعات

هیئت پاکستانی به ریاست حنا ربانی امروز به کابل می آید

یاده دې وي چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ نن ورځ یو لوړ پوړی پلاوی چې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی صادق خان هم پکې ګډون لري، افغانستان کابل ته سفر کړی او د اسلامي امارت له ګڼو لوړ رتبه چارواکو او مشرانو سره یې لیدنې ترسره کړي او په مهمو موضوعاتو سره غږیدلي.
حماد

Leave a reply