کابل ښاریان: هوايي ټکټونو بيه لوړه شوې ده

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني فراهي وویل: “موږ نشو کولای نړیوال نرخونه کنټرول کړو، ځکه چې بازار نړیوال دی او دا د یوه هېواد ستونزه نه ده، د بېلګې په توګه په نړیواله کچه ټکټونه لوړ شوي دي.
تر دې دمخه که تاسو د دوبۍ څخه امریکا ته الوتنه کوله، تاسو به په 800 ډالرو ټیکټ اخستۀ؛ خو اوس دا شاوخوا 2000 ډالر دی. تر دې دمه د ط.البانو د رژیم پر مهال سترو بهرنیو هوايي شرکتونو لکه امارات، ترکش ایرلاین او فلای دوبۍ افغانستان ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړي.
(2022 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل اوسېدونکي وايي، چې د ا.ا. له واک ته رسېدو راهیسې د کابل – دوبۍ او کابل – استانبول ترمنځ د ټکټونو بیه ډېره لوړه شوې، چې له امله یې دوی نه شي کولای متحده عربي اماراتو او ترکیې ته سفر وکړي.