د عمران خان د اسمبليو ماتولو اعلان څخه پس د بلوچستان اسمبلۍ غړي په دو برخو کښې ویشل شوي دي

0
160

باغی ټي وي رپورټ
کوټه: وروسته له هغه چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د غړو د استعفا اعلان وکړ، په بلوچستان کې د تحریک انصاف غړي په دوو برخو وویشل شول.
د عمران خان له صوبايي اسمبلۍ نه د استعفا اعلان وروسته په بلوچستان اسمبلۍ کې پي ټي ايي په دوو ډلو ووېشل شوه، په بلوچستان اسمبلۍ کې د پي ټي ايي په ټکټ ٧ غړي بريالي شوي دي، چې درې يې بابر موسی خېل دي، چې د دغه ګوند سرپرست سپيکر دی. د بلوچستان اسمبلۍ غړی نصیب الله مری د تعلیم وزیر او مبین خلجی د معدنونو صوبائي وزیر دی.
د پوهنې وزیر نصیب الله مری په داسې حال کې د خپلې استعفا اعلان کړی، چې د سردار یار محمد سیند په مشرۍ د اسمبلۍ څلور کسیزه ډله د ده د استعفا په حق کې نه ده.
سياسي څارونکي وايي، چې د پي ټي ايي بلوچستان د ټولو غړو له استعفا سره به پر صوبايي حکومت کوم اغېز ونه شي.

Leave a reply