په لنډیکوتل کښې د ډینګي رنځوران په زیاتیدو دي

0
283

با غي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په هیډکوارټر تحصیل لنډیکوتل کښې د ډینګي ماشي د تبې له وجهې نن یوه ښځه په حق رسیدلې ده، ځای خلقو ددې زنانه د مرګ تصدیق کړې چې دا ښځه د ډینګي د ماشي نه متاثره شوې وه چې نن په حق رسیدلې ده.

د لنډیکوتل یو خبریال وایی چې په سرکاري لیبارټرۍ کښې ۱۴۰۰ پورې د ډینګي ټیسټونه مثبت راغلې دي، هم دا خبریال مطابق د لنډیکوتل پولیس په تهانه او د لنډیکوتل په جیل کښې هم څه لس اهلکار د ډینګي ماشي ښکار شوي دي چې علاج ی جاري دې.
د ځایی مشرانو او خبریالانو مطابق په لنډیکوتل کښې تقریبا په هرکلي او کور کښې د ډینګي ماشی نه متاثره مریضان شته او د ځایی سرچینو مطابق تر نن پورې د ډینګي تبې له وجهې څلور مقامي کسان په حق رسیدلي دي.
ځای خلق غوښتنه کوي چې په لنډیکوتل کښې دې د ډینګۍ د تبې مخنیوي لپاره د صحت محکمه عملي ګامونه پورته کړي چې د ډینګي ماشي مخنیوۍ وشي ، د ډینګي تبه نه متاثره مریضانو د علاج لپاره دې هم د صحت محکمه متاثر خاندانونو سره اړیکه ونیسي، د ډینګي مریضان دې په روغتونونو کښې داخل کړي چې دا مرض نور زیات نه شي.

Leave a reply