اروپا ته د نشه ی توکو(کوکین) قاچاق کوونکې یوې لوی ډلې مشر په دوبۍ کښې نیول شوې دې

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د نشه یي توکو د قاچاق د یوې ډلې مشر چې د اروپا یو پر دریمه برخه کوکاین تولیدوي په دوبۍ کې نیول شوی دی. دغه برتانوي د نشه يي توکو څښتن له هسپانيا څخه وتښتېد او دوبۍ ته ورسېد او هلته ونيول شو.د راپورونو له مخې، تر اوسه په پنځو هېوادونو کې د سوپر کارټل ۴۹ شکمن غړي نیول شوي او له ۳۰ ټنو ډېر نشه يي توکي نیول شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په مالاګا، مادرید او بارسلونا کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د نیول شویو کسانو تر څنګ په دوبۍ او هسپانیه کې هم تر اوسه د نشه یي توکو د ډلې شپږ لوړپوړي قاچاقبران نیول شوي دي. د دغې ډلې د مشر په ګډون دغه ۷ کسان د لوړ ارزښت لرونکو هدفونو حیثیت درلود.

د عملیاتو مشري د یوروپول په غاړه ده او د هسپانیې، فرانسې، بلجیم، هالنډ او متحده عربي اماراتو پولیس ځواکونه پکې برخه لري.د راپورونو له مخې دغه عملیات د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې هغه مهال پیل شول چې له والنسیا څخه ۷۰۰ کیلو ګرامه کوکاین په کې بار وو. د دې ډلې برتانوي مشر په هسپانیه کې د تورو پیسو مینځلو لپاره د املاکو سوداګرۍ هم پرمخ وړلې.

Leave a reply