د هیچا په فشار کښې نه راځو، حکومت به خپل وخت پوره کړي: شاهد خاقان عباسي

0
212

باغي ټي وي رپورټ
پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شاهد خاقان عباسي وايي، د هیچا تر فشار لاندې نه راځي، حکومت به یې دوره پوره کوي، عمران خان به صوبايي اسمبلۍ منحل کړي او په ۹۰ ورځو کې به انتخابات کوي.

د جيو نيوز پروګرام سره خبرو کښې عاج شاهزيب خانزاده اوويل چې مسلم ليګ ن په پنجاب کښې د اکثريت لپاره ډير کم مارجن لري کوم چې پلې کولې شي۔
هغه وويل، د هېواد د سقوط خطر به هغه وخت ډېر وي، چې په وفاق کې ملي شورا منحل شي او د ٩٠ ورځو لپاره موقت حکومت جوړ شي. پخواني وزیر اعظم اوویل چې نن ورځ د ستونزو حل په ټاکنو کې نه بلکې په ثبات کې دی.

دا خبره د یادونې ده چې د پی ټي آیی چیرمین عمران خان اعلان کړې دې چې هغوی به د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتې کړي. فواد چوهدري وایی چې ډیر زر به د ذکر شوو صوبایی اسمبلیو د ماتولو اعلان وکړو.

Leave a reply