د نیشنز هاکۍ نړیوال جام، جنوبي افریقا پاکستان ته په ۶ ګولونه ماتې ورکړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د نیشنز کپ هاکي ټورنامنټ په پیل کې پاکستان د جنوبي افریقې لوبډلې څخه په ۶ ګولونو ماتې خوړلې ده، پاکستان د ۶ ګولونو په مقابله کښې ۲ دوه ګولونه کړي وو.
د جنوبي افريقې په پوچسټروم ښار کې د اېف آئي اېچ مردان کپ سيالۍ پېل شوې دي چې د پاکستان ټيم په خپله اوله لوبه کښې د جنوبي افريقې سره مقابله کړې وه چې پکښې کوربه ټيم د شروع نه تر فشار لاندې ساتلې وو او په وقفه کښې يې ګولونه کول
سویلي افریقا پاکستان ته په شپږو ګولونو دوه پر صفر ماتې ورکړه، د پاکستان لپاره رومان او ارشد لیاقت ګولونه وکړل.
پاکستان به نن په ايونټ کښې خپله دويمه ميچ د آئرلېنډ په خلاف لوبوي او د هاکي ملي ټيم به د دسمبر په وړومبۍ نېټه ماسپښين دوه بجې له فرانس سره مخامخ کيږي.





