د پاکستان فوځ ۱۶م سرلښکر نن د خپلې دندې څخه تقاعد کیږي، هغه به په رسمي ډول کمانډ نوی ټاکل شوی د فوځ سرلښکر ته ملاکا سټک ورکوي

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د خپلې شپږ کلنې دورې پوره کولو وروستو نن تقاعد کېږي.

د پاکستان په پوځ کې د کمانډ د بدلون شانداره مراسم به نن سهار نهه بجې په جنرل هيډکوارټرز (GHQ) کې کېږي.

جنرال قمر جاوېد باجوه به جنرال عاصم منير ته د بېټن آف کمانډ سپارلی شي. له دې وروسته به جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځ ۱۷م مشر وي چې د پوځ مشري په غاړه اخلي.

دا خبره د یادونې ده چې د فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجود د پاکستان فوځ ۱۶م سرلښکر دې او هغه خپله دنده ۶ کاله ترسره کړه، د قانون مطابق د فوځ سرلښکر د درې کالو لپاره ټاکل کیږي.

Leave a reply