لفټننټ جنرال فیض حمید د وخت نه وړاندې ریټایرمنټ واخستو
باغی ټي وي رپورټ
لفټننټ جنرال فیض حمید وخت نه وړاندې ریټایرډ شو.
په دې وروستيو وختو کې وزيراعظم د 6 سينئر افسرانو په سمري کې جنرال عاصم منير د پوځ سرلښکر او جنرال ساحر شمشاد د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ د مشر په توګه وټاکه.
دسرچينو ترمخه ليفټننټ جنرال فيض حميد دپوځ سرلښکر ټاکلو څخه وروستو دمخکينۍ تقاعد فيصله کړې وه خو وفاقي حکومت دجنرال هيډکوارټرز (جي ايچ کيو) ته د ليفټننټ جنرال فيض حميد د تقاعد درخواست لېږلى ؤ.
سرچينې وائي چې ليفټننټ جنرل فيض حميد په ليکلي توگه استعفى نۀ ده ورکړې بلکې دزړه له کومې تقاعد شوى ؤ خو دهغه دغه خواهش منلى شو اؤ څو ورځې وړاندې يې تقاعد شوى دى.
ياده دي وي چي وزيراعظم ته د 6 سينئر افسرانو په سمري کښي د ليفټننټ جنرل فيض حميد نوم هم شامل وو۔
ياده دې وي چې ليفټننټ جنرال فيض حميد د بهاولپور د قول اردو د قومندان په توګه په دنده ګمارل شوی او د انټر سروسز انټلي جنس (آئي ايس ائي) مشر هم پاتې شوی دی.