د ضم شوو قبایلي سیمو په یوه لویه جرګه کښې مشرانو ویلي دي چې دوی ته د قبایلي ضلعو په صوبه کښې ورګډول منظور نه دې

باغی ټي وي رپورټ
د فاټا انضمام په اړه د قبائلي مشرانو اختلافات هوارولو لپاره کميټي جوړه کړې شوې ده، مشرانو په متفقه توګه د فاټا انضمام خلاف د تحريک چلولو فيصله کړې ده، مشرانو ویلي دي چې قبائلي مشران به په هيڅ کوم صورت هم د فاټا انضمام و نه مني.
د فاټا قامي جرګې تر سيوري لاندې جمرود سپورټس کمپلکس کښې د قبائلي مشرانو يوه لويه جرګه اوشوه چې پکښې ملک محمد امين کمر خيل، ملک شهزاد امین حاجی صوبت حاجی سلیم جاوید حاجی حکم خان ملکدین خیل حاجی جالندھر حاجی جعفر شاہ سپاہ ملک طھماش خان ملک لقمان حکیم ملک یاربادشاہ شلماني د خيبر ضلعې څخه ګډون اوکړو۔
ملک نصیب خان، ملک جعفر خان، ملک رشت شاه، ملک شاکر د ایف آر کوهاټ، ملک یار محمد ملک رضا خاصان د ایف آر پيښور نه، په داسې حال کې چې ملک محمدي شاه، ملک شیر محمد، ملک حذیف الرحمن، ملک بهادر شاه، ملک وزیر خان د باجوړ نه. د ايجنسئ ملک اقرار او ملک زيارت ګلان.د مهمند ايجنسئ ملک شکيل خان ملک رزيم شاه د اورکزئي ايجنسئ ملک اسرافیل ملک انجنئير خان ګل ملک تور ګل چمکني د کرم ايجنسئ نه ملک خان مر جان د شمالي وزيرستان نه ملک ايوب جان محسود د جنوبي وزیرستان څخه په جرګه کښې ګډون اوکړو۔
مشرانو اوویل چې دوی د پخوانۍ فاټا په صوبه کښې شاملیدل نه مني او ددې په ضد به یو نه ختمیدونکې تحریک پیل کړي. مشرانو اوویل چې په فاټا انضمام کښې د عام اولس د رای عزت نه دي شوې اد فاټا په صوبه کښې شاملیدل دوی ته منظور نه دې.دغه راز د آل فاټا لويې جرګې په دې موقع يوه کمېټي جوړه کړه، دا کمیټي به د انضمام ضد تحریک ته دوام ورکړي ، دا تحریک ګړندۍ کولو لپاره تګلاره جوړه کړي.






