له افغانستان څخه تللیو درې ام یکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده
له افغانستان څخه تللیو درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده
د امریکا وسلوالو ځواکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې یو خبر ورکړی چې په تېرو اتۀ څلوېښتو ساعتونو کې درې هغو امریکایي سرتېرو ځان وژنه کړې چې تازه له افغانستان څخه امریکا ته راګرځېدلي ؤ.
(2021 / 9 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا وسلوالو ځواکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې یو خبر ورکړی چې په تېرو اتۀ څلوېښتو ساعتونو کې درې هغو امریکایي سرتېرو ځان وژنه کړې چې تازه له افغانستان څخه امریکا ته راګرځېدلي ؤ.
ملټري ټایمز ویلي چې تر اوسه لا معلومه نده چې دغو سرتېرو ولې ځان وژنه کړې ده؛ خو د دوي په وینا پلټنه روانه ده تر څو معلومه کړی چې یادو سرتېرو ولې ځان وژنه کړې.
دغه خپرونه زیاتوي چې د دغو سرتېرو عمرونه تر دیرشو کلونو کم؛ او له تېرو اتۀ څلوېښت ساعتونو راپه دې خوا درې دغو سرتېرو ځانونه د نامعلومو دلایلو له امله راځړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډیر امریکايي او بريټانیوي سرتېریو او لوړ پوړو چاوراکو خبر ورکړی ؤ چې دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په داسې نامسؤلانه ډول وتلو اندېښمن کړي او ځانونه نشي بښلی.
تر دې وړاندې هم په بريټانیا او امریکا کې ډیریو هغو سرتېرو ځان وژنه کړې وه چې له افغانستان څخه بیرته یادو هېوادونو ته ګرځېدلي ؤ.